د وینزویلا د کورنیو چارو وزیر اعلان کړی چې د نیکولاس مادورو د نیولو لپاره د امریکا د پوځي عملیاتو پر مهال لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژل شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، د وژل شویو ډېره برخه د مادورو امنیتي ځواکونه وو چې په خپلسري ډول په نښه شوي دي.
تر دې مخکې وینزویلايي چارواکو د تلفاتو شمېر تر ۴۰ زیات ښودلی و.
امریکا د روانې اوونۍ د شنبې په شپه په یوه پوځي عملیاتو کې مادورو او د هغه مېرمن نیولي او د محاکمې لپاره یې نیویارک ته لېږدولي دي.
دغه اقدام پراخ غبرګونونه راپارولي او ځینو هېوادونو او د بشري حقونو سازمانونو دا د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.

