د ولسي جرګې پخوانی غړی عبدالظاهر قدیر، د متحده عربي اماراتو په دوبی ښار کې د امریکا د استخباراتي پولیسو له لوري نیول شوی دی.
دا خبر د هغه وراره جلال قدیر تأیید کړی او ویلي یې دي چې د ظاهر قدیر له لوري وروستی تماس د حمل ۲۶مه نېټه د دوبی له هوايي ډګره شوی و.
جلال قدیر وايي، له هغه وروسته د ظاهر قدیر ټولې اړیکې پرې شوې دي او تر اوسه نه دی معلوم چې نوموړی چیرې دی.
نوموړی زیاتوي: «خپل کاکا مو موږ ته هماغه شېبه خبر راکړ چې د امریکا استخباراتي پولیسو ونیوه، خو تر هغې وروسته له نوموړي سره هېڅ تماس نه دی شوی.»
د متحده عربي اماراتو حکومت تر دې دمه د نوموړي د نیول کېدو په اړه کوم رسمي دریځ یا اعلامیه نه ده خپره کړې.

