د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړي استازي کریل دیمیتریف ویلي، چې د روسیې، اوکراین او امریکا ترمنځ د سولې په روانو خبرو کې «مثبت پرمختګ» شوی او خبرې د ښه لوري پر خوا روانې دي.
دیمیتریف د ابوظبۍ د ناستې له پیل مخکې خبریالانو ته وویل، ځینې کړۍ په اروپا او بریتانیا کې هڅه کوي دا بهیر ګډوډ کړي، خو د ده په وینا، «هر څومره چې د خنډونو هڅې زیاتېږي، همغومره څرګندیږي چې اصلي بهیر مخ پر وړاندې روان دی.»
د پوتین استازي همدارنګه وویل، چې مسکو او واشنګتن د اړیکو د ښه کېدو لپاره عملي ګامونه اخلي او دواړه لوري د ګډ اقتصادي کاري ګروپ پر جوړېدو هم کار کوي.

