د امریکا د ولسمشر مرستیال جیډي وېنس واشنګټن کې د ملي ګارد پر سرتېرو تر برید وروسته ویلي چې له هېواده د کډوالو د ایستلو بهیر باید سخت او چټک شي.
نوموړي د بایډن د ۲۰۲۱ کال پر پالیسۍ نیوکه کړې چې افغان کډوال بې له کافي امنیتي ارزونې امریکا ته پرېښودل شول.
وېنس ټینګار کړی چې د برید افغان تورن به قانوني ارګانونو ته وسپارل شي او وروسته باید د ناقانونه او پر جرمونو تورنو کډوالو د ایستلو هڅې لا پسې زیاتې شي.
دا څرګندونې وروسته له هغې شوي چې یو افغان بریدګر د سپینې ماڼۍ مخې ته د ملي ګارډ دوه عسکر په ډزو ووژل.

