سه شنبه, مارچ 24, 2026
Homeکورپاڼهد هوا پېژندنې نړیوال سازمان:ټوله نړۍ کې ۱۱ پرله‌پسې کلونه د تاریخ...

د هوا پېژندنې نړیوال سازمان:ټوله نړۍ کې ۱۱ پرله‌پسې کلونه د تاریخ تر ټولو ګرم کلونه ثبت شوي

د هوا پېژندنې نړیوال سازمان (ډبلیو ایم او) په خپل تازه راپور کې ویلي چې له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې ۱۱ پرله‌پسې کلونه د تاریخ تر ټولو ګرم ثبت شوي کلونه دي.

د راپور له مخې، ۲۰۲۵ کال د تاریخ دویم یا درېیم تر ټولو ګرم کال بلل شوی او د ځمکې د هوا او سمندرونو تودوخه لا هم په چټکۍ لوړېږي.

همداراز ویل شوي چې د کنګلونو ویلې کېدل دوام لري او سختې اقلیمي پېښې هم زیاتې شوې دي.

د هوا پېژندنې نړیوال سازمان (ډبلیو ایم او) زیاتوي چې د شدیدې ګرمۍ څپې، درانه ورښتونه او پراخې طبیعي پېښې په بېلابېلو سیمو کې د لویو زیانونو لامل شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here