د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د واورې، باران او تېزو بادونو خبر ورکړی.
د یاد ریاست په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په هرات، فراه، کندهار، هلمند، زابل، غور، بادغیس، بامیان، غزني، پکتیکا، پکتیا، میدانوردګ، لوګر، بدخشان، تخار، سمنګان، بلخ، ننګرهار، لغمان، کونړ، کابل، پروان، بغلان، پنجشېر، کاپیسا او نورستان ولایتونو کې د باران او واورې اندازه له ۱۰ تر ۲۵ مليمترو پورې رسیږي.
همدارنګه، په سویلي ولایتونو کې د نسبتاً تېزو بادونو د پېښېدو خبرداری هم ورکړل شوی دی.
د وزارت له خوا سپارښتنه شوې چې خلک د ناوړه هوا پر مهال د سفرونو او بهر تګ پر مهال احتیاط وکړي.

