د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي د چارشنبې په ورځ د دوه ورځني رسمي سفر لپاره اسراییل ته ولاړ.
دواړو هېوادونو دغه سفر د دوهاړخیزو اړیکو د لا ژورولو او پراخولو لپاره مهم ګام بللی دی.
مودي په ۲۰۱۷ کال کې د هند په تاریخ کې لومړی صدراعظم و چې اسراییل ته یې رسمي سفر وکړ.
ټاکل شوې ده چې مودي به د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره د مصنوعي ځیرکتیا، دفاعي همکاریو، ټکنالوژۍ او اقتصادي مشارکت په اړه خبرې وکړي.

د اسراییلي چارواکو په وینا، دا سفر به په بېلابېلو برخو کې د نویو شراکتونو لپاره زمینه برابره کړي او دوهاړخیزې اړیکې به نوي پړاو ته داخلې شي.
همداراز، تمه ده چې مودي به د اسراییل پارلمان (کنېست) ته وینا وکړي او د هولوکاسټ د یادګار څلي څخه به د درناوي لپاره لیدنه وکړي.

