د اسراییلو لهخوا د ایران پر مواضعو د دوامداره بریدونو له امله، په تهران کې د هند سفارت اعلان کړی چې خپل ټول وګړي له ایرانه باسي.
د هند د چارواکو په وینا، شاوخوا لس زره او اوه سوه، هندي اتباع په ایران کې دي.
دغه راز، سفارت ویلي چې د نیپال او سریلانکا د غوښتنې له مخې، د دغو هېوادونو د اتباعو په تخلیه کې هم مرسته کوي.

