د هند د مجلس اتحاد المسلمین مشر اسدالدین اویسي وايي، چې د پاکستان حکومت د خپلو سیاسي ګټو لپاره قرآن ناسم تعبیر کوي.
نوموړی وایي، پاکستان پوځ د “بُنیانٌ مرصوصٌ” تر نامه لاندې د هند پر ضد عملیات پیل کړي؛ خو د قرآن دا آیت یې نیمګړی اخیستی.
هغه د پوښتنې په ډول ویلي، کله چې پاکستان د بنګلهدېش پر مسلمانانو بریدونه کول؛ نو همدا آیت یې ولې هېر شوی و.
نوموړی زیاتوي، چې د پاکستان پخواني مشرانو د هند مسلمانان کم ګڼلي وه.
نوموړي زیاته کړې چې د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د چین له کمونیست ګوند سره اړیکې لري؛ خو بیا هم د شینجیانګ مسلمانانو سره د ظلم پر وړاندې چوپه خوله پاتې شوی.

