د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند د پاکستاني چارواکو هغه ادعا چې ګواکې نوې ډېلي د بلوچستان په یوه اورګاډي برید او د مسافرو برمته کولو کې لاس لري، بېاساسه وبلله.
رندیر جیسوال، د یوه بیان په خپرولو سره ویلي، چې هند د پاکستان دا ادعا په کلکه ردوي.
نوموړي زیاته کړې، چې ټولې نړۍ ته معلومه ده چې د نړیوال تروریزم مرکز چیرته دی.
جیسوال دغه راز ویلي، چې د پاکستان چارواکي، د دې پر ځای چې نورو ته د تور ګوته ونیسي او خپلې ستونزې او ناکامۍ نورو ته منسوبې کړي، باید خپل لورته وګوري.
د یادونې ده چې تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، شفقت عليخان ادعا وکړه چې هند د بلوچستان ایالت کې د جعفر اکسپرس اورګاډي برید کې لاس لري.

