د هند دفاع وزیر راجنات سینګ د سندیانو د ټولنې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي چې که څه هم د سند ایالت دا مهال د پاکستان برخه ده، خو د «تمدني اړیکو» له امله د هند له لرغوني هویت څخه نه جلا کېږي.
نوموړي ویلي:«سرحدونه بدلېدای شي، څوک نه پوهېږي، کېدای شي سبا سند بېرته هند ته را وګرځي.»
راجنات سینګ د هند او سند د تاریخي او کلتوري اړیکو یادونه کړې او د بیلګې په توګه یې د سندي هندوانو هغه دریځ یاد کړی، چې د هند له وېش وروسته هم د سند له جلا کېدو سره لا رواني ستونزه لري.
د ده په وینا، د سند سیند اوبه د هندوانو لپاره مقدسې ګڼل کېږي او حتا «په سند کې ګڼو مسلمانانو هم باور درلود چې د سند اوبه د زمزم د اوبو په رقم سپېڅلې دي.»
د هند دفاع وزیر همدارنګه ویلي، چې پاکستان تر واک لاندې کشمیر باید بېرته هند ته وسپارل شي.

