پاکستان کې د خراب امنیتي وضعیت له امله د پنجاب حکومت اعلان کړی چې ټولې تعلیمي ادارې به د جمعې او شنبې ورځې لپاره بندې وي.
حکومتي مسولینو ویلي، چې دا پرېکړه د زدهکوونکو او ښوونکو د امنیت لپاره شوې ده.
دوی زیاته کړې، چې دا بندیز موقتي دی او تدریسي فعالیتونه به د دوشنبې په ورځ بېرته پیل شي.
پاکستان حکومت اعلان کړی، چې د هند بریدونو کې لږ تر لږه ۳۱ ملکي وګړي وژل شوي دي.

