پاکستاني خبریال حسن خان د ملا عبدالسلام ضعیف څرګندونو ته د پیغوره ډک په یو غبرګون کې لیکلي، چې د پاکستان پښتانه د چا په څېر وطن خرڅونکي او د وطن دوښمنان نه دي او له هر چا وړاندې به له وطن څخه ځان قربانوي.
حسن خان ښاغلي ضعیف ته لیکلي:« دلته د جهاد خبره نه ده، د پاکستان او د ګټو خبره ده او پنجابي او پښتانه به پر وطن ځانونه قربانوي.»
په ورته وخت کې بل پاکستاني خبریال طاهر خان ملا عبدالسلام ضعیف ته لیکلي، چې د هند په برید کې پاکستانۍ زنانه او ماشومان وژل شوي او په اوس وخت کې دا ډول څرګندونې مناسبې نه دي، چې پښتانه باید دغې جګړې کې برخه وانخلي.
طاهر خان سلام ضعیف ته ویلي:« د زړې ملګرتیا پر اساس دې هم باید دا خبره نه وی کړې.»
د یادونې ده چې ملا عبدالسلام ضعیف ویلي وو، چې پاکستان غواړي جګړې ته مذهبي رنګ ورکړي او پښتانه وهڅوي، چې د هند خلاف یې ملاتړ وکړي.

