د هند او پاکستان شل اووریزې سوداګریزې سیالۍ، چې د دواړو هېوادونو د نښتو له امله ځنډول شوې وې، (د مې ۱۷مه) بیا پیلېږي.
د پاکستان PSL پاتې اته لوبې به د مې تر ۲۵مې پورې په راولپنډۍ کې وشي، او که بهرني لوبغاړي نهراځي، کورني لوبغاړي به ولوبول شي.
ورته مهال، د هند IPL سیالۍ هم د مې په ۱۷مه بیا پیلېږي او د جون په ۳مه به پای ته ورسېږي.
پاتې ۱۷ لوبې به د هند په شپږو لوبغالو کې ترسره شي.
د پنجاب کنګز او ډیلي کپيټلز ترمنځ نیمګړې لوبه به د مې په ۲۴مه بیا وشي.

