یکشنبه, مارچ 15, 2026
Homeکورپاڼهد هند او پاکستان ترمنځ کړکیچ؛د دواړو هېوادونو ځواکونو یو ځل بیا...

د هند او پاکستان ترمنځ کړکیچ؛د دواړو هېوادونو ځواکونو یو ځل بیا پر یو بل ډزې کړې

د پاکستان پوځ ویلي چې د هند ځواکونو بې له کوم دلیل څخه د دغه هېواد د تلاشۍ پوستو پر لور ډزې کړې دي، چې د پاکستان پوځ ورته مناسب ځواب ورکړی دی.

د پاکستان رسنیو، په ځانګړي ډول جیو نیوز، د پوځ له قوله راپور ورکړی چې دا نښته د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ له دوام سره هممهاله ده.

د پوځ په وینا، دا ډول یرغليز اقدامات د سیمې د ثبات لپاره ګواښ ګڼل کېږي، خو دوی د هر ډول برید پر وړاندې د دفاع توان لري.

تر اوسه د پېښې د دقیق ځای او مرګ‌ژوبلې په اړه معلومات نه‌دي ورکړل شوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here