د هند پوځ ویلي، پاکستاني ځواکونو د کشمیر پر پوله د دوهمې شپې لپاره پرلپسې سپکو وسلو او توپخانهيي بریدونو ته دوام ورکړی دی.
د پوځ په وینا، دا بریدونه د هند پر سرحدي سیمو کوپوارا، بارامولا، اُوري او اکنور ترسره شوي، چې په ځواب کې هندي ځواکونو هم ورته مناسب غبرګون ښودلی دی.
هندي رسنیو راپور ورکړی چې په دغو نښتو کې لږ تر لږه ۱۳ تنه، چې یو هندي سرتېری هم پکې شامل دی، وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، دا نښتې د هند له خوا د پاکستان پر خاوره د راکټي بریدونو په غبرګون کې پیل شوې دي.

