سرچینې وایي، طالبان غواړي هند وهڅوي ترڅو د کابل او د هیواد په یوشمیر نورو سیندونو د اوبو او برښنا بند په جوړولو کې د دوی له حکومت سره مرسته وکړي.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت یوې سرچینې ویلي، چې دوی هڅه کوي هند وهڅوي چې د کابل سیند او څلورو نورو سیندونو په اوږدو کې د بندونو جوړولو پروژو کې برخه واخلي چې له افغانستان څخه پاکستان ته بهیږي.
د سرچینې په وینا، د طالبانو د تماس او غوښتنې وروسته، هند د وړاندیز شوي بندونو په اړه د مفصلو امکاناتو د راپورونو غوښتنه کړې.
تمه کیږي چې د اوبو او برښنا وزارت د دفتر رئیس، قاري عزیز – چې د طالبانو د مشهور لابیګر «جنرال» مبین اوښې دی د بند جوړلو جزیات د هند سفارت سره شریک کړي.
د سرچینې په وینا، طالبانو هندي لوري ته ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوبو رسمي تړون شتون نلري، او له همدې امله هندي پانګه اچوونکي باید د پاکستان د اندیښنو له امله ونه ویریږي.
د یادونې ده، چې د کابل سیند، د څلورو نورو سیندونو سره یوځای؛ چې له افغانستان څخه سرچینه اخلي او پاکستان ته بهیږي، له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جنجال ټکی ګرځیدلی.
تر دې وړاندې د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو ویلي وو، چې هڅه کوي په ټول افغانستان کې د خپلو سیندونو اوبه مهار کړي.

