د هرات زعفرانو د بلجیم په بروکسل کې د «نړیوال خوند» سیالۍ په وروستي پړاو کې د پرلهپسې لسم کال لپاره د نړۍ د لوړ کیفیت زعفرانو لومړی مقام ګټلی دی.
د نړیوال خوند انسټیټیوټ د افغانستان، ایران، هسپانیا او یونان ترمنځ سیالي ارزولې ده.
د هرات زعفران د قوي بوی، ښه خوند او لوړ رنګ ځواک له امله نړیوال معیارونه پوره کوي او د لومړۍ درجې کیفیت په توګه پېژندل شوي دي.
د یادونې ده چې د هرات اقلیمي شرایط او مناسبه خاوره د دې لامل شوې چې د زعفرانو کښت زیات شي.

