د نیپال حکومت پر خواله رسنیو لګول شوي بندیزونه د لاریونونو د فشار له امله بیرته له منځه وړي.
د نیپال حکومت په تېره اوونۍ کې پر خواله رسنیو بندیز ولګاوه؛ خو دې اقدام د خلکو په ځانګړي ډول د ځوانانو سخت غبرګونونه را وپارول.
د فساد او حکومتي کمکارۍ پر ضد پیل شوي لاریونونه د دغه بندیز له امله نور هم پراخ شول او په تاوتریخوالي واوښتل.
د وروستیو راپورونو له مخې، په دې تاوتریخوالي کې لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

