په داسې حال کې چې پنجشنبه د افغانستان نوی ښوونیز کال پیلیږي؛ خو لاهم افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي.
د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت په سړو سیمو کې د ښوونځیو د پیل اعلان کړی؛ خو د نجونو د ښوونځیو په اړه پکې هیڅ نه دي ویل شوي.
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت ویلي وو د نجونو پر ښوونځیو بندیز لنډمهالی دی؛ خو له درې کالو زیاته موده وشوه چې دا بندیز پای ته نه رسیږي.

