د جمهوري نظام د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخواني مرستیال هارون حکيمي ویلي، چې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې جوړې شوې غونډه کې یې د ښځو د حقونو په اړه وینا کړې ده.
د هغه په وینا، دغه غونډه د یوې نړیوالې څېړنیزې ادارې له لوري د ښځو د نړیوالې ورځې د لمانځلو په مناسبت جوړه شوې وه، چې پکې د بېلابېلو هېوادونو استازو او فعالانو ګډون کړی و.
هارون حکیمي ویلي، په خپله وینا کې یې ټینګار کړی چې افغانستان تر سلو کلونو مخکې د ښځو د برابر حقونو مفکوره منلې وه او د امان الله خان د واکمنۍ پر مهال د ښځو د ټولنیز ګډون بنسټ کېښودل شو.
هغه زیاته کړې چې اوس مهال افغانستان یوازینی هېواد دی چې پکې نجونې له ثانوي او لوړو زده کړو منع دي، او نړیواله ټولنه باید د دې وضعیت د بدلون لپاره جدي ګامونه واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې نن د نوي پوهنیز کال لومړۍ ورځ ده؛ خو د طالبانو حکومت د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلي.

