افغان خبریال بلال سروري د خپلو سرچینو له قوله خبر ورکوي چې د ننګرهار ترافیکو د جوازسیر مدیر او یو تن د جعلي لیسینسونو او جواز سیرونو د ورکړې په تور نیول شوي.
ښاغلي سروري په خپل ایکس پاڼې لیکلي چې د ننګرهار د ترافیکو مدیر عطا الرحمن درې میاشتې وړاندې د طالبانو استخباراتو ریاست له لوري نیول شوی وو، چې له نیول کیدو وروسته خوشې او بیرته دندې ته ستون شوی.
نوموړي ویلي، چې د دریو میاشتو په تیریدو د ترافیکو مدیریت مخې ته یو د فوتوکاپي دوکاندار د ترافیکو د جوازسیر د مدیر عطا الرحمن سره په ګډه د غلا په تور ونیول شول.

