د اسرائیل د لومړي وزیر مېرمن، سارا نتانیاهو، د دوشنبې په ورځ د ایران ولس ته په یو پیغام کې لیکلي، چې تاسو د یوه بډایه فرهنګ، وړتیا او ویاړمن تاریخ وارثان یاست.
هغې زیاته کړې:« موږ ستاسو دښمنان نه یوو، زموږ مبارزه د استبدادي رژیم پر وړاندې ده، نه له ولس سره او موږ د سولې، آزادۍ او دوستۍ راتلونکي ته هیلهمن یو.»
دا په داسې حال کې ده، چې ایران وايي، اسرائیل په سیمه کې د بې ثباتۍ عمده لامل دی او باید له منځه یوړل شي.

