په میدان وردګ کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست خلکو ته خبرداری ورکړی چې د مهاجرو مرغانو د تېرېدو په موسم کې له هر ډول ښکار، ځورونې او لهمنځه وړلو څخه ډډه وکړي.
یاد ریاست ویلي، چې مرغان د چاپېریال د ښکلا او طبیعي نظام ساتنې لپاره مهم رول لري او د ساتنې مسؤلیت یې پر ټولو دی.
هغوی همدارنګه څرګنده کړې چې له سرغړوونکو سره به سخت قانوني چلند وشي.
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د رییس الوزرا د ۱۱۴ ګڼې فرمان له مخې، په ټول هېواد کې د مرغانو پر ښکار او قاچاق بندیز لګول شوی دی.

