لیکوال: عاطف مشعل
اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر
په غربي اسیا، یعنې منځني ختیځ کې روان وضعیت په چټکۍ سره د یو پراخ او خطرناک تقابل پر لور روان دی. د ایران او امریکا-اسرایلو ترمنځ جګړه اوس هغې مرحلې ته داخله شوې چې پایلې یې یوازې د دې درېیو لورو ترمنځ محدودې نه پاتې کېږي، بلکې ټوله سیمه او حتی نړیوال ثبات تر اغېز لاندې راوستلای شي.
امریکا او اسرایلو تر ډیره هڅه وکړه چې د ایران مشرتابه او مهم تاسیسات په نښه کړي، او باور یې داوه چې ایران به تسلیم شي او یا به نظام سقوط وکړي خو له سخت او بېساري مقاومت سره مخ شوي دي. وروستي بریدونه او متقابل ځوابونه ښيي چې جګړه ورځ تر بلې پراخیږي او له کنټرول څخه د وتلو په حال کې ده. وروسته له هغې چې د امریکا او اسرایلو له لوري د ایران د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه وشول، ایران هم د اسرایلو سربیره دخلیج د ځینو عربي هېوادونو د انرژۍ تاسیسات په نښه کړل، چې دا په خپله د جګړې د جغرافیې د پراخېدو ښکاره نښه ده.
ایران په خپلو وروستیو بریدونو کې له پرمختللو توغندیو کار اخیستی چې په ډېرو مواردو کې یې مخنیوی ستونزمن ثابت شوی دی. دا وضعیت ښيي چې په نږدې وخت کې به عملیات نور هم پراخ شي او د نورو لوبغاړو د راښکېلیدو احتمال به لا زیات شي.
تر اوسه پورې د خلیج عربي هېوادونو هڅه کړې چې د جګړې مستقیمه برخه ونه ګرځي، خو واقعیت دا دی چې دوی په داسې حساس وضعیت کې قرار لري چې هره لحظه کېدای شي دې بحران ته راکش کړای شي. خو سره له دې، ددوی لپاره معقولیت دا ایجابوي چې تر ممکنه حده له مستقیمې مداخلې ډډه وکړي، ځکه د دوی داخلېدل دې جګړې ته هغه سناریو ده چې اسرایل یې غواړي. داسې ښکاري چې اسرایلو په مهارت سره لومړی د امریکا پښه دې بحران ته را دننه کړه او اوس هڅه کوي چې لا یې ورکې عمیق ښکېله وساتي، او هممهاله د خلیج عربي هېوادونو د راښکېلولو لپاره هم پراخې هڅې روانې دي.
که عربي هېوادونه جګړې ته داخل شي، پاکستان به په خورا سخت وضعیت کې واقع شي: یا به د سعودي عربستان د دفاع لپاره اقدام کوي، چې د امنیتي تړون له مخې ورباندې مکلف دی، او له ایران سره به مخامخ ټکر ته ننوځي؛ او یا به د عربو پر وړاندې له خپلو تعهداتو څخه سرغړونه وکړي. دواړه انتخابونه ورته ډېر درانه او قیمتي تمامیږي.
په عمومي ډول، د پاکستان او نورو هېوادونو داخلېدل به پراخې او نه جبرانېدونکې پایلې ولري. دا چې د ناټو ډېرو غړو هېوادونو د مستقیمې مداخلې څخه ډډه کړې، تر ډېره دا درک کوي چې په دې معادله کې د روسیې، چین او حتی شمالي کوریا د ایران په ملاتړ د راښکېل کېدو احتمال شته. له همدې امله، جګړې ته داخلېدل یو اسانه تصمیم نه دی، بلکې داسې انتخاب دی چې کولای شي د هېوادونو د بقا تر کچې حیاتي او ستراتیژیکې پایلې ولري.
د انرژۍ تاسیساتو په نښه کېدل به په نړیواله کچه د انرژۍ په بیو کې بېساری لوړوالی راولي، چې اغېزې به یې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې احساس شي او د ژوند پر ګڼو اړخونو به مستقیم تاثیر ولري.
د هرې ورځې په تېرېدو سره وضعیت لا پېچلی کېږي. که امریکا خپلې دې سرتمبګۍ ته دوام ورکړي، نه یوازې چې خپله به درانه زیانونه وویني، بلکې سیمه به لا پراخې بېثباتۍ ته سوق کړي.
تر ټولو خطرناکه سناریو دا ده چې که جګړه لا پراخه شي او حیاتي ملکي زیربناوې لکه د اوبو د تصفیې مرکزونه په نښه شي، نو دا به د میلیونونو انسانانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړي. متأسفانه د وضعیت د دې چټک پرمختګ په نظر کې نیولو سره، دا اندېښنه هم ورځ تر بلې زیاتیږي چې ښایي د اتومي وسلو د کارونې احتمال هم رامنځته شي، او که داسې وشي، دا به یوه بېساري بشري فاجعه وي چې سیمه به د نه جبرانېدونکي ناورین سره مخ کړي.
نړۍ د سختو ورځو پر لور روانه ده، او اوسنۍ موجوده معادلې په بېساري چټکۍ سره بدلیږي.
یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

