د ملګرو ملتونو یو شمېر کارپوهانو له افغانستان او پاکستان غوښتي چې ژر تر ژره نوی اوربند اعلان کړي او د سولې هوکړې ته ورسېږي.
کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د فبرورۍ له ۲۶مې راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالې د ملکي وګړو لپاره درنې پایلې لرلې دي.
د دوی د معلوماتو له مخې، لږ تر لږه ۲۸۹ ملکي کسانو ته مرګژوبله اوښتې او تر ۱۱۵ زرو زیات خلک بېځایه شوي دي.
کارپوهانو ویلي چې د جګړې له امله ملکي تاسیساتو ته زیان رسېدلی، ښوونځي تړل شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم سخته اغېزمنه شوې ده.
همدارنګه د ملګرو ملتونو کارپوهانو د مارچ پر ۱۶مه د پاکستان هغه هوايي برید هم غندلی چې د روږدو کسانو د درملنې مرکز په کې په نښه شوی و او ګڼو کسانو ته پکې مرګژوبله اوښتې وه.

