د ملګرو ملتونو عمومي مجمع د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې خپلې ځپوونکې تګلارې ودروي او په افغانستان کې ټولګډونی حکومت جوړ کړي.
دوی د افغانستان اقتصادي او بشري حقونو د خراب وضعیت په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
دا پرېکړهلیک د ۱۱۶ موافقو، ۱۲ ممتنعو، او ۲ مخالفو رایو (اسراییل او امریکا) سره تصویب شو.
په پرېکړهلیک کې د افغانستان روان څو اړخیز کړکېچ ته اشاره شوې او له نړېوالې ټولنې غوښتل شوي چې د افغانانو ملاتړ وکړي او د سولې او ثبات لپاره نوي ګامونه واخلي.

