د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د اسراییلو له لوري پر لبنان وروستي بریدونه غندلي او خبرداری یې ورکړی چې روانې نښتې په سیمه کې د سولې هڅې له جدي ګواښ سره مخ کوي.
په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د لبنان پر بېلابېلو سیمو پراخ بریدونه د سلګونو ملکي وګړو د مرګژوبلې لامل شوي، چې پکې ماشومان هم شامل دي، او ملکي بنسټونو ته هم درانه زیانونه اوښتي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، سره له دې چې د امریکا او ایران ترمنځ موقتي اوربند اعلان شوی، خو په لبنان کې د پوځي عملیاتو دوام کولای شي د اوربند فضا کمزورې کړي او د سیمې د دوامدارې او پراخې سولې هڅې زیانمنې کړي.
هغه پر ټولو ښکېلو خواوو غږ کړی چې ژر تر ژره جګړې ودروي او شخړې د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي، ځکه د منځني ختیځ د روان بحران لپاره پوځي حل لاره شتون نه لري.

