چهارشنبه, مارچ 11, 2026
Homeافغانستاند ملګرو ملتونو سازمان:روان کال مو ۲۸۱ مرستندویان وژل شوي دي

د ملګرو ملتونو سازمان:روان کال مو ۲۸۱ مرستندویان وژل شوي دي

په نړۍ کې د روانو جګړو له کبله ۲۰۲۴ کال د ملګرو ملتونو د مرستندویانو لپاره مرګونی کال وو.

د ملګرو ملتونو سازمان ویلي، روان کال یې ۲۸۱ مرستندویان وژل شوي دي.

د بشري چارو او بېړنیو مرستو د همغږۍ په برخو کې د دغه سازمان نوي مرستیال ټام فلچر ویلي، چې د دوی مرستندویانو خپله زړورتیا او اخلاص د بمونو او مرمیو قرباني کړ.

د دغو مرستندویانو د وژل کېدو راپورونه په اوکراین، غزه، یمن او افغانستان کې ورکړل شوي دي.

د یادونې ده چې تېر کال په شلو هېوادونو کې د ملګرو ملتونو ۲۸۰ مرستندویان وژل شوي وو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here