د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق (UNFPA) وایي چې افغانستان لا هم د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو لپاره له تر ټولو خطرناکو هېوادونو څخه ګڼل کېږي.
د دغه صندوق استازي له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې اوس مهال د هر سل زره نوي زیږېدلو ماشومانو څخه ۵۲۱ ماشومان مړه کېږي، چې دا شمېره په منځنۍ اسیا کې تر ټولو لوړه کچه ده.
د UNFPA استازي زیاته کړه چې دا صندوق په افغانستان کې د شاوخوا ۵۰۰ روغتیايي مرکزونو ملاتړ کوي او پلان لري چې په ۲۰۲۶ کال کې ۴.۵ میلیونه کسانو ته بیړني روغتیايي خدمتونه ورسوي.
د ده په وینا، دا مرستې به تر ډېره هغو محرومو سیمو ته ځانګړې شي چې د ښارونو له مرکزونو لرې پرتې دي.
د صندوق د معلوماتو له مخې، دا مهال نږدې ۲۵۰۰ ښځینه قابلې په افغانستان کې فعالیت کوي او ښځو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
خو خبرداری ورکړل شوی چې د ښځو پر طبي زده کړو بندیزونه ښايي په راتلونکي کې د مور او ماشوم د مړینې کچه نوره هم لوړه کړي.
د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق ټینګار کوي چې د مور او ماشوم روغتیا باید له پامه ونه غورځول شي او د روغتیايي خدماتو دوام یوازې د ملي او نړیوالو ګډو هڅو له لارې ممکن دی.

