د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه اعلامیه کې د کابل ښار د شهرنو په سیمه کې د چینایانو پر یوه رسټورانټ د داعش ډلې برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې یو ترهګریز عمل بللی.
شورا د افغانستان او چین د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې او د برید د عاملانو، تنظیموونکو او ملاتړو د حسابورکولو غوښتنه یې کړې ده.
امنیت شورا له ټولو هېوادونو غوښتي چې د نړیوالو قوانینو او د شورا د پرېکړهلیکونو پر بنسټ د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې فعاله همکاري وکړي.

