پنجشنبه, فبروري 12, 2026
Homeافغانستاند ملګرو ملتونو امنیت شورا؛د طالبانو حکومت پر وړاندې بندیزونه یو کال...

د ملګرو ملتونو امنیت شورا؛د طالبانو حکومت پر وړاندې بندیزونه یو کال نور هم وغځول

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ د طالبانو حکومت پر ضد د بندیزونو د څار ټیم ماموریت د یو کال لپاره نور هم وغځاوه.

له دې پرېکړې سره به د طالبانو حکومت یو کال نور هم د ملګرو ملتونو د بندیزونو لاندې پاتې شي.

د شورا ټولو ۱۵ غړو د ۱۹۸۸م پریکړه‌لیک د دوام ملاتړ کړی او د ځینو طالب مشرانو د سفر معافیت هم ونه غځول شو.

د دې پریکړه‌لیک مسوده امریکا چمتو کړې وه.

د طالبانو حکومت مخکې د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې وه؛ خو په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه او د ټول‌ګډونه حکومت نشتون د دې لامل شوی چې بندیزونه پر خپل حال پاتې شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here