خبریال او سیاسي شنونکی سمیع یوسفزی وایي، په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د روسیې لخوا د رسميت پیژندنې تر اعلان وروسته د نړیوالې ټولنې له لوري د لا زیاتو اسانتیاوو او انعطاف تمه درلوده، یوه ډیپلوماتیکه سرچینه وایي چې ملګرو ملتونو د پاکستان هغه غوښتنه رد کړې یا ځنډولې ده چې غوښتل یې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي ته د اسلاماباد د سفر اجازه ورکړي.
نوموړي ویلي، ملګرو ملتونو تر اوسه متقي ته د سفر لپاره استثنایي معافیت نه دی ورکړی.
دا پریکړه په داسې وخت کې شوې چې د طالبانو حکومت هڅه کوي د نړیوال رسمیت لپاره خپل دیپلوماتیک فعالیتونه پراخ کړي.
سمیع یوسفزي ویلي، دغه تازه اقدام د طالبانو حکومت اندېښمن کړی دی، ځکه هغوی تمه درلوده چې د روسیې له پرمختګ وروسته به نړیوال دریځ کې نرمښت راشي.
طالب چارواکو تر دې دمه په رسمي ډول په دې اړه څه نهدي ویلي.

