سه شنبه, مارچ 10, 2026
Homeافغانستاند مقاومت په نوم جبهه:کابل کې مو درې طالبانو ته مرګ ژوبله...

د مقاومت په نوم جبهه:کابل کې مو درې طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

د مقاومت په نوم جبهې ادعا کړې، چې په کابل کې درې طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې.

دوی ویلي، یاد برید یې تېره شپه په شکر درې کې کړی، چې له کبله دوه تنه طالبان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په یاد برید کې د دوی جنګیالیو ته ځینې ولسې هم په لاس ورغلې دي.

تر اوسه د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here