د احمد مسعود تر مشرۍ لاندې د مقاومت په نوم جبهې د بهرنیو اړیکو مسؤل علي میثم نظري په یوه تازه مرکه کې ویلي چې د پاکستان ځواکمنتیا د دوی قوت دی.
هغه په خیبر نیوز کې خپرې شوې مرکې کې ډیورنډ کرښه سرحد بللی او ادعا یې کړې چې د جمعیت ګوند او د پاکستان اړیکې تاریخي دي.
نظري پاکستان د فارسي فرهنګ ساتونکی هم یاد کړی دی.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د مقاومت جبهې ځینې غړي پاکستان ته تللي او د اسلاماباد چارواکو هم وخت ناوخت څرګنده کړې چې د خپلو ګټو لپاره له افغان مخالفو سیاسي جریانونو سره اړیکې پراخوي.

