د افغان میرمنو د برخې فعاله ډیوه پتنګ د مقاومت په نوم د جبهې له نښان څخه د پښتو ژبې د حذف په غبرګون کې لیکلي:« دوی فقط له تعصب، شخصي ګټو، سمتي او قومي تعصب پرته بل څه نه پيژني.»
آغلې پتنګ لیکلي افغان ملت د دې ډلې په کړنو او قومي تعصب خبر دي، او د دوي پر شعاري خبرو نه تیروځي.

ډېوه پتنګ لیکلي:«دغه ډله نه ملي ده، نه ملي وه او نه به ملي شي او نه هم ملي فکر ورسره دی»

