د مصر د بهرنیو چارو وزارت نن خبر ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالطی د ټرمپ د حکومت له لوړ پوړو چارواکو او د امریکا د کانګرېس له غړو سره د خبرو لپاره واشنګټن ته سفر کړی دی.
ددغه وزارت په بیان کې راغلي چې دغه سفر د «دوه اړخیزو اړیکو پیاوړي کولو او د مصر او د متحده ایالاتو ترمنځ د ستراتیژیکې همکارۍ» په موخه ترسره شوی او په دې کې به د «د سیمې د وروستیو تحولاتو په اړه مشورې» شاملې وي.

