د سیاسي چارو شنونکی نجیب ننګیال د مارشال عبدالرشید دوستم له لورې د لیلې دښتې د پیښې تکرار فاحش اعتراف بللی او د نوموړي د عدلي او قضایي تعقیب غوښتنه یې کړې.
ننګیال په یوه فېسبوک پوسټ کې ویلي، چې د جنګي اسیرانو وژنه او په ډلهییز ډول یې ښخول یو لوی جنګي جرم دی او د دغه ډول پېښو عاملین نه یوازې دا چې د ملت د رهبرۍ وړتیا نه لري، بلکې باید قانوني حساب ورکړي.
د نوموړي په وینا، هغه څوک چې د زرګونو جنګي اسیرانو وژنه ویاړ ګڼي، اخلاقي برتري نه لري او خپل سیال ته د اخلاقي درس ورکولو وړ نه دي.
ننګیال زیاتوي: «د دوستم لهخوا تر خاورو لاندې شوو کسانو وارثین، لږ تر لږه تر دوستم اخلاقي برتري لري او داسې حال کې چې زور هم لري، بیاهم د ده جنګیالیو ته هیڅ نه وایي.»
نوموړي ویلي، دا ناسمه ده چې جنګي جنايتکاران د ولسواک نظام د ملاتړ تر نامه لاندې خوندي شي او ځانونه د سیاسي جوړښت پر بنسټ تر نورو لوړ وبولي.

