د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو له نیول کېدو وروسته، د ایلان ماسک پورې تړلې د سپوږمکۍ انټرنېټ کمپنۍ سټارلنک اعلان کړی چې په دغه هېواد کې به د فبرورۍ تر درېیمې پورې وړیا انټرنېټي خدمات وړاندې کړي.
سټارلنک ویلي، دا ګام د وینزویلا له خلکو سره د ملاتړ لپاره اخیستل شوی، ځکه چې د وروستیو پوځي عملیاتو وروسته په کاراکاس او ګڼو نورو سیمو کې انټرنېټي شبکې پرې شوې دي.
کمپنۍ زیاته کړې چې وینزویلا د کلونو راهیسې د انلاین سانسور ښکار ده او په تېر کې ټولنیزې رسنۍ بندې شوې وې.
دا اعلان په داسې حال کې شوی چې تېره ورځ امریکا د مادورو د نیول کېدو او نیویارک ته د هغه د لېږد خبر ورکړی دی.

