د لبنان د حزبالله عمومي منشي نعیم قاسم د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په توند غبرګون کې ویلي: “د ایران د رهبر امام سید علي خامنهاي ګواښل یوازې د یوه شخصیت پر وړاندې دریځ نه دی، بلکې د هغو لسګونو میلیونو کسانو سپکاوی او ګواښ دی چې له هغه پیروي کوي”.
نوموړي زیاته کړې، چې د دغسې ګواښونو پر وړاندې چوپ پاتې کېدل د منلو وړ نه دي، او ټینګار یې کړی چې ټول اړین ګامونه او چمتووالی به ونیول شي، تر څو د دې ډول فشارونو او ګواښونو پر وړاندې ځواب ورکړل شي.
هغه خبرداری ورکړی چې پر علي خامنهاي برید به ټولې سیمې ته په ډېر نه جبرانیدونکي قیمت تمام شي.

