د قطر لومړی وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم الثاني ویلي چې قطر هڅه کوي د افغانستان او پاکستان ترمنځ رامنځته شوې کړکېچنې اړیکې نرمې کړي.
د ده په وینا، افغانستان او فلسطین د اوږدمهاله ثبات لپاره پراخ سیاسي ګډون ته اړتیا لري.
نوموړي زیاته کړې چې دوحې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د خبرو لومړی کوربه توب هم کړی، چې دواړو خواوو د موقتي اوربند پر رامنځته کولو هوکړه کړې ده.

