د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر، شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو کړکېچونو د حل لپاره ډیپلوماسي او مستقیمې خبرې تر ټولو اغېزمنه لاره ده.
هغه له سکاینیوز سره په مرکه کې څرګنده کړې چې په ایران کې روانه جګړه او د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې د سیمې د ثبات لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي.
د قطر لومړي وزیر زیاته کړې چې قطر، ترکیې او سعودي عربستان مخکې هم هڅه کړې وه څو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب له لارې کړکېچ راکم کړي؛ خو د هغه په وینا دې هڅې کومه روښانه پایله نه ده لرلې.

