د قطر د ملي دفاع وزارت، اعلان کړی چې نن سهار د دغه هېواد په سیمهییزو اوبو کې د یوې پوځي چورلکې د لوېدو له پېښې وروسته، د ژغورنې او لټون عملیاتو په ترڅ کې د شپږو کسانو د مړینې پخلی شوی دی.
د وزارت په وینا، په مړو شویو کې د قطر د وسلهوالو ځواکونو پیلوټ کپتان مبارک سالم دوای المرّي، سارجنټ فهد هادي غانم الخیارین، او کورپورل محمد ماهر محمد شامل دي.
همدارنګه د قطر، ترکیې ګډو ځواکونو یو افسر مېجر سنان تاشتېکین، او دوه ترکي ملکي همکاران سلیمان جمره کهرامان او اسماعیل انس جان هم په دې پېښه کې وژل شوي دي.
چارواکي وایي چې د قطر د وسلهوالو ځواکونو د بل پیلوټ کپتان سعید ناصر سامخ د موندلو لپاره لټون لا هم روان دی.

