پنجشنبه, مارچ 19, 2026
Homeکورپاڼهد قزاقستان ولسمشر؛عامه ځایونو کې د مخ پټولو قانون تصویب کړ

د قزاقستان ولسمشر؛عامه ځایونو کې د مخ پټولو قانون تصویب کړ

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف تازه قانون لاسلیک کړی چې له مخې یې د خلکو له‌خوا د مخ پټول په عامه ځایونو کې منع کېږي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، دا قانون هغه لباسونه محدودوي چې د چهرې پېژندنه له ستونزو سره مخ کوي.

قزاقستان د منځنۍ آسیا له هغو هېوادونو دی چې د عامه نظم او امنیت په موخه دا ډول قوانین تصویبوي.

د یادونې ده، چې په وروستیو کلونو کې څو نورو هېوادونو هم ورته اقدامات کړي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here