اسلام آباد کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل د خپل حکومت په پخواني همکار او د چارو ادارې په مشر ډاکتر فضل محمود فضلي سختې نیوکې کړي.
ښاغلي مشعل د ښاغلي فضلي خبرې راخیستي او ترې غوښتي، ددې پرځای چې په ټولنیزو رسنیو کې نظر ورکوئ ښه ده چې له ولس څخه بخښنه وغواړئ.
عاطف مشعل لیکلي:« که تاسې د شرم په نوم څه پیژنده؛ نو باید د افغانستان په سیاست مو یوه خبره هم نه وه کړې.»
فضل فضلي تېره ورځ په یوه ایکس سپیس کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ روان کړکېچ ننداره بللې وه او نیوکه یې کړه وه چې طالبان او طالب پلوي ورته ولسي رنګ ورکوي.

