یوې باوري سرچیني چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي حماسه میډیا ته ویلي، چې د طالبانو حکومت د امربالمعروف وزارت کې د سلګونه میلیونه افغانیو د فساد له امله د ماليې وزارت د یاد وزارت بودیجه ځنډولې.
سرچینې ویلي د طالبانو حکومت د مالیې وزارت اوس د امربالمعروف وزارت څخه د تیرو درېو کلونو حساب غوښتنه کړې.
سرچینه وايي، چې د دواړو وزارتونو ترمنځ جنجال د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت الله اخوندزاده دفتر رسیدلی او هغه هم په حساب ورکولو ټینګار کړی دی.
بل لورته د امربالمعروف وزارت ویاند سیف خیبر حماسه میډیا ته ویلي:«نه د فساد خبره وجود لري، نه مونږ په دې اړه چاته څه ویلي،
نه د مالیې وزارت سره د یاد وزارت هیڅ خبره په دې اړه شوې او دا ټول د تېر په څیر هغه تبلیغات دي چې منابع یې په خپله مفسد اشخاص دي، پر دي وزارت الحمدلله د هر چا باور ښه پوخ دی.»
د یادونې وړ ده چې د طالبانو حکومت امیر شیخ هبت الله اخوندزاده یاد وزارت ته ګڼ شمیر صلاحیتونه ورکړي چې ښایي همدا صلاحیتونه په دې وزارت کې د فساد لامل شوي وي.

