لیکنه: سیلۍ ودان
په وروستیو میاشتو کې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان د مهمو طلا کانونو وېش، د کانونو وزارت د معینانو له خوا، له قانوني، اخلاقي او ملي اصولو څخه ښکاره انحراف ښيي.
د تخار او بدخشان د طلا کانونه!
د تخار ولایت د چاهآب ولسوالۍ طلا کان، چې د «سمتي کان» په نوم هم یادیږي، شاوخوا ۲۴ ټنه طلا لري، او د بدخشان د راغستان ولسوالۍ د «ویکادور» کانونه هم د افغانستان له سترو طبیعي زیرمو څخه دي.
حماسه میډبیا ته سرچینو تایید کړې چې دغه کانونه پرته له شفافې داوطلبۍ او قانوني پروسې، د کانونو وزارت د معینانو ناقد او صابري لهخوا د ځانګړو حکمونو پر بنسټ وېشل شوي دي.
د حاجي بشر نورزي رول!
د حماسه میډیا معلومات ښيي، چې د تخار د طلا یوه ستره برخه — شاوخوا زر جریبه کانیزه ساحه — د کندهار یوه جنجالي شخصیت حاجي بشر نورزي ته ورکړل شوې.
نورزی، چې پخوا د مخدره موادو د قاچاق په تور په امریکا کې بندي و، وروسته د طالبانو حکومت د دیپلوماټیکو هڅو په بدل کې خوشې شو.
نوموړي دا ساحه یوه ناڅرګنده او غیرمسلکي شرکت ته سپارلې ده، چې د استخراج تخنیکي معیارونه نه لري.
د سیاسي رشوت او محلي تکتیک کارول!
سرچینې حماسه میډیا ته ویلي، چې د ځينو ځایي کسانو د خولو د بندولو، او د انتقادونو د کمولو لپاره، هغوی ته هم یو، دوه یا لس جریبه کانیزه ځمکه ورکړل شوې؛ خو اصلي برخې د وزارت د معینانو د خپلوانو او د هغوی نږدې شرکتونو ته سپارل شوي دي.
د شوکاڼي فساد؛ ۷ لکه ډالر د وزیر د ټیم ترمنځ وېشل شوي!
حماسه میډیا ته د ورکړل شويو اسنادو او شاهدانو د څرګندونو له مخې، د کانونو وزارت د ننګرهار د شوکاڼي (تالک) د استخراج په برخه کې د ۷ لکه ډالرو یوه بله مهمه قضیه لري چې: یو ابتدایي هیئت د ۳ لکه ټنه شوکاڼي تثبیت کړی و، د وزیر سلاکار مطیعالله حقاني راپور رد کړ او یو بل هیئتیې واستاوه، دغه هیئت کې د وزیر دوه مشاورین وحیدالله حلیمي او مطیع الله حقاني، د پالیسۍ رییس مرتضی واحدي، د نظارت د ارزیابۍ رییس مولوي صادق، د ننګرهار رئیس حاجي هدایت الله، د وزارت د مقام رییس معراج محمد پکې شامل وو، له تاجرو سره پټ توافق وکړ، چې د هر ټن په مقابل کې یې یو ډالر رشوت اخیستی، چې په پایله کې، یې ۷ لکه ټنه اضافي شوکاڼه په جعلي ډول ثبت شوې، او له همدې لارې ۷ لکه ډالر د لوړپوړو چارواکو ترمنځ وویشل شول.
حقوقي او ملي ارزونه!
ملي شتمنۍ د ملت ګډ ملکیت دی. دولت یې یوازې د ولس په استازیتوب مدیریت کولی شي، د معدنونو هر امتیاز باید د شفافې داوطلبۍ، چاپېریالي تحلیل، او تخنیکي ارزونې له لارې ورکړل شي، د حاجي بشر نورزي، معینانو او نورو شبکو لهخوا د شتمنیو انحصار سیاسي فساد، ولسي نارضایتي، او بېباوري رامنځته کوي، طلا باید د مرکزي بانک له لوري ذخیره شي، نه دا چې د اشخاصو لخوا د څو کاغذي ډالرو په بدل کې بهر ته واستول شي.
د حماسه میډیا تحلیل!
دا ډول معاملې، چې د حماسه میډیا مستندې سرچینې یې افشا کوي، نه یوازې د طبیعي زېرمو د غصب نښې دي، بلکې دا ښکاره ښيي چې د طالبانو تر واک لاندې کانونه د یو نوي مافیايي سیستم له خوا اداره کېږي.
په داسې حال کې چې افغانستان د نړیوال مشروعیت له کمښت، اقتصادي سقوط او بشري ناورین سره مخ دی، د ملي شتمنیو دا ډول وېش کولی شي د هېواد پر برخلیک ډېر ژور او خطرناک اغېز ولري.
یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

