د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د سوریې انتقالي د حکومت مشر احمد الشرع ته بلنه ورکړې چې فرانسې ته راشي.
العربیه راپور ورکړی چې مکرون له احمد الشرع سره تلیفوني خبرې کړې او له هغه یې غوښتي، چې فرانسې ته سفر وکړي.
مکرون دغه راز ویلي، چې هغه د سوریې پر وړاندې د لویدیځ لخوا د لګول شویو بندیزونو د لیرې کولو لپاره کار کوي.
که څه هم په سوریه کې د الشرع له واک ته رسیدو یوازې څو میاشتې تیریږي، خو له یو شمیر هیوادونو سره یې ښې اړیکې ټینګې کړي او هڅه کوي چې دغه هیواد له نړیوالې انزوا څخه وباسي.

