پنجشنبه, مارچ 19, 2026
Homeکورپاڼهد غزې په تازه بریدونو کې ۶۳ تنه وژل شوي؛د فلسطینیانو تلفات...

د غزې په تازه بریدونو کې ۶۳ تنه وژل شوي؛د فلسطینیانو تلفات له ۶۵ زرو واوښتل

د غزې په تړانګه د اسراییلي ځواکونو د وروستیو هوايي بریدونو له امله لږ تر لږه ۶۳ فلسطینیان وژل شوي دي.

فلسطیني چارواکي وایي، کره شمېرې تر دې هم لوړې دي، ځکه ګڼ شمېر کسان لا هم د ویجاړو شویو ودانیو تر خاورو لاندې بند پاتې دي.

بل لور ته، اسراییلي چارواکو اعلان کړی چې د غزې اوسېدونکو ته یې د وتلو لپاره ۴۸ ساعته اضافي وخت ورکړی دی.

د یادونې ده چې د جګړې له پیل راهیسې د فلسطینیانو د وژل شوو شمېر اوس له ۶۵ زرو څخه اوښتی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here