جمعه, مارچ 20, 2026
Homeکورپاڼهد غزې روغتیا وزارت:د اسراییلي بریدونو او لوږې له امله ۱۰۵ فلسطینیان...

د غزې روغتیا وزارت:د اسراییلي بریدونو او لوږې له امله ۱۰۵ فلسطینیان وژل شوي

د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د سې‌شنبې له سهار راهیسې د اسراییل په تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰۵ فلسطینیان ژوند له لاسه ورکړی، چې په وژل شویو کې ۳۲ هغه کسان هم شامل دي چې د مرستو په تمه ولاړ وو.

یاد وزارت همداراز ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د درې ماشومانو په ګډون ۱۳ تنه نور فلسطینیان د لوږې او خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي.

د چارواکو په وینا، د جګړې له پیل راهیسې د لوږې له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۳۶۱ ته رسېدلی، چې ۱۳۰ ماشومان هم په کې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here